د کورني کډوالو په اړه ملګري ملتونه به له طالبانو سره تماس ونیسي

کابل کې کورني بې ځایه شوي کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر وايي، له میلیونونه کورنیو بې ځایه شوېو افغانانو سره به د مرستو په اړه له طالبانو سره تماس ونیسي.

د UNHCR مشر فلیپو ګراندې پرون د وږي په ۱۹مه ترکیې ته د سفر پرمهال وویل، د ده ادارې تردې دمه بهر ته د تګ په نیت د افغانستان د سرحدونو پر لور د افغانانو د ورتګ نښې نښانې نه دي لیدلي.

خو ښاغلي ګراندې خبرداری ورکړ چې که د افغانستان وضعیت خراب شي دا وضعیت ښايي بدل شي.

ترکیې چې اروپا ته د کډوالو د تګ ټرانزیټ لاره بلل کېږي مخکې له دې اندېښنه ښودلې وه چې ښايي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په زیات شمېر افغان کډوال دې هېواد ته د ننوتو هڅه وکړي.

ښاغلي ګراندې د ترکیې په جنوبي ښار ګازیان تېپ کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی تراوسه د افغانستان د سرحدونو خوا ته د خلکو د پراخ خوځون او نورو هېوادونو د هغو د ننوتلو د هڅو موارد نه دي لیدلي.