شاه محمود قریشي: افغانستان سره مرسته د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشامحمود قریشي وایي، دا د نړیوالې ټولنې ګډ مسولیت دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي څو دا هیواد له بشري ناورین سره مخامخ نه شي.

قریشي دغه څرګندونې اسلام اباد ته د هسپانیا د بهرنیو چارو د وزیر خوزې مانویل البیرس ترسفرمخکې وکړې. البیرس له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره نن اسلام اباد ته رسیدلی.

قریشي وویل، په افغانستان کې بشري ناورین به په سیمه او نړۍ کې د هیچ چا په ګټه نه وي.

پاکستان وايي هڅه کوي چې نړیواله ټولنه د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو کابل کې د طالبانو حکومت وکولی شي چې پر دې پیسو د ممکن ناوړه بشري وضیعت مخه ونیسي.

تیره میاشت چې کله طالبانو کابل ونیو، د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه ملیارډ ډالره شتمني د نیویارک د فیډرالي خزاني په ګډون په بهرنیو بانکونوکې کنګل شوې او د طالبانو اداره ورته لاسری نه لري.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته ددې هیواد د وضیعت په اړه د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي او نور پاکستاني چارواکو لیدنې کتنې زیاتې شوې دي.