څېړنه: د ځمکې تودوخې مخنیوي لپاره باید د تېلو او سکرو ډېری زېرمې ځمکې لاندې وي

د ځمکې تودوخه او اقلیمي بدلون

په یوه تازه څېړنه کې ساینسپوهانو ویلي چې د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید د تېلو ۶۰ سلنه او د سکرو ۹۰ سلنه زېرمې تر ځمکې لاندې پاتې شي.

د دوی په وینا په دې صورت کې به د ځمکې تودوخه د سانتي ګراد یو نیمه درجه نه لوړېږي.

دوی ټینګار کوي چې دا هغه څه دي چې څېړنې یې ورته وايي.

ساینسپوهان وايي چې د کرونا وبا په موده کې مضر ګازونه په کافي اندازه کم شول، خو اوس یو وار بیا په زیاتېدو دي.

اقلیمي بدلون د ځمکې د تودوخې د درجې د زیاتېدو اصلي عامل بلل کېږي.