له افغانستانه د سرتېرو وتل؛ امریکايي پوځي چارواکي د سنا جرګې پوښتنې ځوابوي

وروستی امریکايي سرتېری د کابل له هوايي ډګره د وتلو پر مهال

د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټه وايي، څو تنه جګپوړي پوځي چارواکي به له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د دې کمېټې د غړو پوښتنو ته ځواب ووايي.

د دې کمېټې په وینا، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د سنتکام یا په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي او دفاع وزیر لوېډ استېن په شمول یو شمېر جګپوړي پوځي چارواکي به د سنا جرګې استماعیه غونډې ته حاضر شي.

د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټې پرون/ پنجشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د دې استماعیه غونډې هدف دا دی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل وارزوي او د افغانستان له ۲۰ کلنې جګړې پر زده کړو درسونو رڼا واچول شي.

د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټه به په دې اړه دوه غونډې ولري چې لومړنۍ به‌یې د سپټمبر په ۱۶مه او دوهمه د سپټمبر په ۲۸مه وي.

غونډې به غیر علني وي او د افغانستان پر وروستیو حالاتو به هم غور وکړي.