پاکستان کې وکيلانو د سترې محکمې د نویو غړو په مقررۍ اعتراضونه وکړل

د پاکستان ستره محکمه

نن د اسلام‌اباد په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وکيلانو د سترې محکمې د نویو غړو په تېره بیا د عایشه ملک په مقررۍ اعتراضونه وکړل.

په ستره محکمه کې د لاهور د عالي محکمې ښځينه قاضي عايشه اې ملک په ګمارلو نن غور روان دی.

په اسلام‌اباد کې د پاکستان سترې محکمې مخ ته د احتجاج پر مهال وکیلانو ویل چې د قاضي عایشه ملک د مقررۍ او وړاندیز په برخه کې د تجربې او زیات کار اصول نه‌دي رعایت شوي.

د پښتنو وکيلانو فورم مشر عبدالرحيم وزير ازادي راډيو ته وويل چې په دې وروستيو کې سترې محکمې ته داسې قاضیان په څوکيو ګمارل شوي چې د کار کولو ډېره تجربه نه‌لري.

ښاغلی وزیر زیاتوي: "موږ احتجاجونه ځکه کوو چې مشران قاضیان له پامه غورځول شوي او قاضیان په مېرټ نه‌دي اخیستل شوي."

بل‌خوا حکومتي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي دي چې د قاضیانو د تقررۍ مسئله په محکمه کې ده، نو ځکه پرې دوی څه نه‌شي ويلی.