د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

د یوناما مشره دیبورا لاینز

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي.

په دې غونډه کې به د یوناما مشره دیبرا لاینز په افغانستان کې د تېرو څو اوونیو په تحولاتو باندې د یوه راپور جزئیات شریک کړي.

دا راپور وار دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما خپور کړی چې په کې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د افغانستان وضعیت خورا مبهم ګڼل شوی دی.

په راپور کې که څه هم د جون له پنځلسمې ټولې پېښې ثبت او جزئیات یې شریک شوي، خو لومړی سر ډېر تمرکز د طالبانو په واکمنېدو دی او دا چې څنګه دې ډلې په لسو ورځو کې له پنجشېر پرته ټول افغانستان ونیوه.

د راپور په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې ټوله نړۍ د افغانستان پېښې په اندېښنې سره تعقیبوي او د ګډوډۍ، نا ارامۍ، مبهم حالت او وېرې دوام د دې لامل شوی چې د ځوانانو، افغان نجونو او مېرمنو او پرمختګ لپاره هیلې تتې شي.

د یوناما په دې راپور کې له طالبانو غوښتل شوي چې د خلکو د ځان د خوندیوب لپاره ډېره هڅه وکړي او یقیني کړي چې بشري اړتیاوې پوره کېږي.