پاکستان: نړیواله ټولنه دې د افغانستان لاسنیوی وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په اوسنیو حساسو شرایطو کې باید نړیواله ټولنه د افغانستان لاسنیوی وکړي.

قریشي دا خبره د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو په لومړنۍ غونډه کې چې په انلاین بڼه پرون جوړه شوې وه وکړه.

هغه زیاته کړه: "که په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیول شي او اقتصادي ثبات تضمین شي ، سوله راتلای شي او د خلکو د ډله ایز وتلو مخنیوی کیدی شي. باید ټینګار وکړو چې دا کار د نړیوالې ټولنې پراخ مشارکت ته اړتیا لري، په تېره بیا دې مهم وخت کې."

ښاغلي قریشي پرون ټویټ هم وکړ چې پاکستان د افغانستان د ګاونډي په توګه نه شي کولی چې له افغانستان څخه جلا شي. د هغه په وینا ، له افغانستان سره باثباته نړیواله ملګرتیا لاهم غوره انتخاب دی.

د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د پاکستان ، چین ، تاجکستان ، ازبکستان ، ایران او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.