د کرنې وزارت: د زرغون کمربند پروژې چارې به ژر تر ژره پیل شي

ارشیفج

ټاکل شوې چې د زرغون کمربند پروژې چارې ژر تر ژره بيا پيل شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه (د وږي په ۱۷مه) په یو بیان کې ویلي چې د دغه وزارت نویو چارواکو او د زرغون کمربند د پروژې او د کرنې او مالداری وزارت پلاوي د زرغون کمربند له کاري سيمو د ليدنې په ترڅ کې لارښوونه وکړه چې د يادې پروژې چارې دې بيا پيل شي.

هغوی د پروژې چارواکو ته هدايت ور کړ چې د زرغون کمربند د اوبو لګولو سيسټم د بيارغونې او خړوبولو لپار دې کار کوونکي وګماري، څو د ياد کمربند د وچېدو مخه ونيول شي.

بايد وويل شي چې د زرغون کمربند د پروژې د چارو له درېدو وروسته څه باندې يوه نيمه مياشت يادې سيمې خړوبې شوې نه دي او نږدې ۳۰سلنه ونې او نيالګي يې وچې شوي دي.

د دې پروژې د چارې تر بيا پيل وروسته تردې دمه د زرغون کمربند نږدې ۶۰سلنه سيمې خړوبې شوي دي.

د زرغون کمربند پروژه چې د کابل ښار د څنډو د زرغونتيا لپار د کرنې وزارت له پراختيايي پروژو څخه وه چې د کابل په اداره کې د بودجې د کمښت له وجې تنقيص شوې وه چې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته د دې پروژې چارې بيا پيل شوي دي.