بلېنکن د مزار شریف له هوايي ډګره د امریکایانو له وتلو د مخنیوي راپورونه رد کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او دفاع وزیر لوېډ استېن قطر کې د یوې غونډې پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هغه راپورونه رد کړل چې طالبان د مزار شریف له هوايي ډګره د امریکایانو وتلو ته اجازه نه‌ورکوي، خو ښاغلي بلېنکن وویل طالبانو د امریکا چارتر الوتکو ته په دې خاطر د الوتو اجازه نه‌ده ورکړې چې ځینو کسانو د مسافرت قانوني اسناد نه‌لرل.

په تېرو دوو ورځو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د امریکایانو په ګډون شااوخوا زر کسان د مزار شریف په هوايي ډګر کې بند پاتې دي.

ښاغلي بلېنکن په دوحه کې له خپل قطري سیال شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني او د امریکا له دفاع وزیر لوېډ استېن سره په ګډ خبري کنفرانس کې د امریکا او طالبانو د خبرو پر نتیجو رڼا واچوله.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه: "موږ په دې برخه کې تر تېرو څو ساعتونو پورې له طالبانو سره تماس درلود. دوی ویلي چې د سفر د اسنادو لرونکو خلکو ته به د وتلو اجازه ورکړي. موږ او ګڼ نور هېوادونه به دوی په دې برخه کې مسؤل وګڼي. نړیواله ټولنه ګوري چې ایا طالبان پر خپله ژمنه درېږي که نه؟"

بلېنکن وویل، واشنګټن له هغو شااوخوا ۱۰۰ امریکایي وګړو سره په تماس کې دی چې د مزار شریف په هوايي ډګر کې الوتنو ته سترګې په لاره دي.

له دې مخکې د امریکا د استازو جرګې یو غړي ویلي و چې د بلخ له هوايي ډګره د افغانانو او امریکایانو د وتلو مخه نیول شوې ده.

بلېنکن وویل، طالب چارواکو متحده ایالاتو ته ویلي چې دوی به هغو کسانو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړي چې د سفر قانوني اسناد ولري.