پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو په پلان جوړولو د تورن خالد شیخ او د هغه د څلورو ملګرو د محاکمې مقدماتي استماعیه غونډه نن د سېپټمبر په اوومه په ګوانتامو زندان کې بیا پیلېږي.
دا غونډه له ۱۷ میاشتې ځنډ وروسته پیلېږي او دا په داسې حال کې ده چې متحدایالات د دې تاریخي حملې شلمې کلیزې ته تیاري نیسي.
د سېپټمر د ۱۱مې په حملو کې نژدې ۳ زره امریکایان ووژل شول.
له دې حملو وروسته، امریکا افغانستان ته خپل پوځي ځواکونه واستول او بیا د طالبانو او القاعده شبکې په غړیتوب مشکوک سلګونه کسان ګوانتانامو زندان ته واستول چې اوس له دې ډلې د واشنګټن په باور د ۱۲ ډېرو خطرناکو تروریستانو په ګډون یوازې ۳۹ کسان هلته پاتې دي.
دا پنځه کسان چې نن یې مقدماتې استماعیه غونډه پام کې ده د سېپټمبر د ۱۱ مې د حملو د توطئې په جوړولو، ترورېزم او د ۲۹۷۶ کسانو په وژنه تورن دي او امکان لري چې په اعدام محکوم شي، خو تر اوسه دقیقه معلومه نه ده چې محکمه به د دوی په برخه کې دا حکم حتی تر راتلونکي کاله هم ورکړي.