کابل کې د پاکستان پرضد او د مقاومت جبهې په ملاتړ لاریونونه وشول

دکابل شپه

بېګا د کابل ښار په څو سیمو کې د پاکستان پرضد او د مقاومت د جبهې په ملاتړ لاریونونه شوي.

په خواله رسنیو په خپرو شوېو ویډیوګانو کې چې خپلواکو سرچینو لا نه دي تایید کړي ګڼ خلک بهر راوتلي او شعارونه ورکوي.

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې ویاند علي میثم نظري بېګاه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې خلک پاڅېدلي او دا به د خلکو د مبارزې یو نوی باب وي.

د کابل او ځینو نورو سیمو څخه د خلکو د شپنیو لاریونو راپورونه وروسته له هغه ورکول کېږي چې پرون د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو پرضد د ملي پاڅون غوښتنه کړې ده.

مسعود دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې وړمه شپه طالبانو د پنجشیر د بشپړ کنټرول ادعا وکړه، خو د مقاومت جبهې وویل چې د دوی سنګرونه د پاکستان هوايي ځواک بمبار کړی خو لا هم په ګڼو ستراتيژیکو سیمو حاکمه دي.

پاکستاني چارواکو لا په دې تړاو تبصره نه ده کړې خو د مقاومت جبهې وسله والو ادعا کړې د پاکستان یوه جنګي الوتکه یې نسکوره او یوه هلیکوپتره یې راکوزه کړې ده.

د دوی دا ادعاوې هم خپلواکو مراجعو نه دي تایید کړي ځکه په پنجشیرو کې له څو ورځو راهیسې انټرنيټ او برښنا پرچاو دي.