طالبانو د نوي حکومت د اعلان په اړه ځینو دولتونو ته بلنه ورکړې

ملابرادر

په کابل کې د طالبانو ادارې د روسیې، ترکیې، چین، قطر او پاکستان دولتونو ته بلنه ورکړې چې د نوي حکومت د اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي.

طالبانو ویلي چې د افغان کابینې د نوي تشکیل د اعلان لپاره ټول ګامونه اخیستل شوي.

خو لا د کابینې د اعلان د مراسمو نېته نه ده په ډاګه.

تردې مخکې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ویلي و چې دا اوونۍ به حکومت اعلانیږي.

د طالبانو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د افغانستان د نوي دولت ریاست به د طالبانو د اوسني مرستیال او سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وي.

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون دوشنبه ټاس خبري اژانس ته وویل هېواد به یې یوازې هغه وخت د طالبانو د حکومت په پرانیستلو کې ګډون وکړي او ملاتړ به یې وکړي چې "ټول شموله" وي او ټول افغان قومونه په کې حضور ولري.