د بحرین له لوري د طبي او خوراکي مرستو محموله کابل ته ورسېده

د بحرین له لوري د ۳۰ ټنو طبي او خوراکي مرستو محموله

د بحرین له لوري د ۳۰ ټنو طبي او خوراکي مرستو محموله نن کابل ته ورسېده.

دا خبر د افغانستان عامې روغتیا وزارت ورکړی.

په دې تړاو په اعلامیه کې چې د روغتیا وزارت په فېس‌بوک پاڼه خپره شوې راغلي چې په دې ۳۰ ټنه موادو کې طبي توکي، خوراکي توکي، د ماشومانو جامې او خېمې شاملې دي.

د بحرین د هېواد استازي محمد العدوي په کابل هوايي ډګر کې د مرستو د تسلیمولو پر مهال ویلي چې دا مرستې یې له اړمنو خلکو سره د لاسنیوي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت په هدف کړي.

د طالبانو ادارې له ټولو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.