د طالبانو له‌خوا د حکومت د تشکیل په اعلان کې ځنډ روان کړکېچ څومره پراخولی شي؟

(ښی-کین) د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله، مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیر خان متقي عکسونه او د طالبانو بیرغونه

د وسله‌والو طالبانو له‌خوا تر اوسه نوی حکومت نه‌دی اعلان شوی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره سیاسي کړکېچ ژور کېږي.

د طالبانو مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي، د یوه ټول‌شموله حکومت پر جوړولو کار روان دی، داسې حکومت چې د ده په وینا د ټولو په وړاندې مسؤل وي.

په همدې حال کې کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر جنرال فیض حمید په مشرۍ د یوه پاکستاني هیئت سفر سخت عکس‌العملونه پارولي دي.

د ازادي راډیو خبریال، په جرمني کې له مېشت تحلیلګر توريالي ځاځي سره مرکه کړې ده.

په پیل کې یې ورڅخه پوښتنه کړې چې د طالبانو له‌خوا د حکومت د تشکیل په اعلان کې ځنډ، روان کړکېچ څومره پراخولی شي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

جرمني کې مېشت تحلیلګر توريالي ځاځي سره مرکه