د افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو غونډه وکړه

د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو خاصو استازو غونډه

د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو خاصو استازو نن غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې چې د پاکستان په کوربه‌توب په انلاین بڼه جوړه شوې وه د پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو د افغانستان د سولې په اهمیت بحث کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي محمد صادق د دې غونډې څه جزئیات او عکسونه په خپل ټویټر خپاره کړي دي.

هغه ویلي د غونډې ګډونوال په دې سره موافق وو چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د امنیت، ټیکاو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

محمد صادق همداراز زیاته کړې چې یو سوله‌ییز افغانستان به د اقتصادي نوښتونو، د خلکو د قوي تړاو، پرمختللې سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال کې رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو د ورته ناستو په دوام باندې هم ټینګار کړی دی.