په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه شپږمې ورځې ته واوښته

په پنجشېر کې د مقاومت جبهې یو شمېر جنګیالي

په پنجشېر کې د طالبانو او د هغو د مخالفانو ترمنځ نن په شپږمه ورځ هم جګړې دوام کړی دی.

له سیمې څخه د راپورونو له مخې، دواړه خواوې مقابل لوري ته د درنو مرګ‌ژوبلو د اړولو ادعا کوي.

طالبان وايي چې د پنجشېر پریان، شُتل، عنابه، خنج او ابشار ولسوالۍ یې نیولې دي.

د دوی مخالفان چې ځان د ملي مقاومت جبهه بولي، د پنجشېر په ځینو سیمو کې تاکتیکي شاتګ مني، خو وايي چې په څو ځایونو کې یې طالبان محاصره کړي، یو شمېر یې ژوندي نیولي او سلګونه نور یې وژلي دي.

په خپلواک ډول د دواړو خواوو د ادعاوو ثابتول ممکن نه‌دي ځکه چې په سیمه کې ټیلیفون او انټرنټ پرچاو دي.