صالح: پر پنجشېر سخت وضعیت راغلی خو د مقاومت دوام ته ژمن یو

پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح

په پنجشېر کې چې د طالبانو له ولکې یوازینی وتلی ولایت دی نن هم د سختو جګړو خبر ورکړل شوی.

د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د طالبانو د مخالفې جبهې یوه مشر پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح نن په یو ویډیويي پیغام کې ومنله چې پر دوی سخت وضعیت راغلی خو ژمنه یې وکړه چې مقاومت ته دوام وکړي.

ښاغلي صالح زیاته کړه: "سخت حالت دی. موږ د القاعده شبکې، تروریستانو، طالبانو او د پاکستان د ملاتړو تر تهاجم لاندې یو. خو د خپل هېواد دفاع کوو."

طالبانو نن وویل چې د پنجشېر مرکز بازارک ته نژدې شوي او په څو برخو کې یې د پرمختګ په حال کې دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال ازادي راډیو ته وویل چې د دوی وسله وال ملکي وګړو ته د زیان اوښتو د مخنیوي په خاطر سوکه پرمخ ځي.

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې یو قوماندان توفیق الله راسخ ازادي راډیو ته وویل چې په وروستۍ جګړه کې د طالبانو ۱۵۰ وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو دا ادعا رد کړې ده.