امرالله صالح: طالبانو پر پنجشېر بشر دوستانه خدمتونه بند کړي

د افغانستان جمهوري ریاست پخوانی مرستیال

د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال او د مقاومت د جبهې د رهبري غړی امرالله صالح وایي، طالبانو په پنجشېر ولایت کې بشر دوستانه خدمتونو ته لاسرسی قطع کړی.

ښاغلي صالح پرون شنبه (د وږې په ۱۳مه) په یو شمېر ټویټونو کې وویل چې طالبان پنجشېر ته د ډاکټر، درملو او خوړو په داخلولو بندېز لګولی دی.

نوموړی وایي، ټیلیفوني خدمتونه او د برښنا جریان هم بند شوی دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې راپورونو ښیې چې د طالبانو او مقاومت ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

دواړه لوري بو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پنجشېر یوازینی ولایت دی چې طالبانو نه دی نیولی.