امریکا ۵۰ زره نور افغان کډوال هم مني

افغان کډوال امریکایې الوتکې ته خیژي

امریکايي چارواکي اټکل کوي چې د کابل له سقوط وروسته به لږ تر لږه پنځوس زره نور افغانان هم په امریکا کې ومنل شي.

دا د متحدو ایالاتونو د هغو ژمنو یوه برخه ده چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې له هغو افغانانو سره کړې وه چې ژوند یې د طالبانو په واکمنۍ کې تر ګواښ لاندې دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیر الېجاندرو مایورکاس پرون جمعه (د وږي په ۱۲مه) په داسې حال کې چې د دې هڅو جزئیات یې څرګندول وویل: "موږ پر خپله ژمنه ولاړ یو. دا د راتلونکو څو اونیو خبره نه ده بلکې تر هغه وخته خوب او ارام ونه کړو چې دې هدف ته رسېدلي نه یو."

له افغانستانه د نژدې ۱۳۰ زره کسانو د اېستلو عملیات د امریکا په تاریخ کې ساری نه لري.

ډیری دا خلک اوس هم په جرمني، اسپانیا، کویټ، قطر او نورو هېوادونو کې دي او تمه ده چې له امنیتي چک وروسته به امریکا ته ولاړ شي.