ناټو به هڅه وکړي چې له افغانستانه نور زیانمنېدونکي کسان وباسي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، دا تړون به هڅه وکړي چې له افغانستانه نور زیانمنېدونکي کسان وباسي او له طالبانو سره اړیکې وساتي، خو د دې هېواد نوي واکمنان باید له ځانه دا وړتیا وښیي چې د مرستو او د په رسمیت پېژندلو مستحق دي.

سټولټنبرګ نن له رویترز اژانس سره په مرکه کې وویل، پر دې مسالې یې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړه، ډېر هغه افغانان چې له نړیوالو ځواکونو سره یې همکاري کړي او د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخ دي تر اوسه په افغانستان کې دي.

سټولټنبرګ دغه راز وویل، له طالبانو سره عملیاتي تماسونه ضرور دي، څو دغه افغانان له افغانستانه وایستل شي.

د ناټو سرمنشي په بېړه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو پر وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل د طالبانو په اړه قضاوت باید د هغوی په خبرو نه بلکې پر کړو وړو یې وشي.