طالبان: چین افغانستان سره ډپلوماټیکې اړیکې ساتي

ملا برادر د چین له بهرنیو چارو وزیر سره

طالبان وايي، چین به له افغانستان سره ډپلوماټیکې وساتي او نوی حکومت به له بجینګ څخه اقتصادي مرستې ترلاسه کړي.

دا خبرې د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یوې ایټالوۍ ورځپاڼې له رېپوبلېکا ته کړي.

هغه زیاته کړې چی د افغانستان په بیارغونه او د دغه هېواد د اقتصادي بې ثباتۍ د مخنیوي په برخه کې د طالبانو اصلي شریک چین دی.

طالبانو د اګسټ له پنځلسمې پر کابل ولکه ټینګه کړه او ژمنې یې کړي چې د خلکو او ښځو حقونه به رعایتوي او له غچ اخېستونکو اقداماتو ډډه کوي.

امریکا او متحدینو یې له افغانستانه خپل سفارتونه ایستلي او دم ګړی ډپلوماټیک فعالیت ځنډېدلی دی.

دوی له طالبانو سره هر ډول مرستې او د دوی په رسمیت پيژندل د بشري حقونو، ټول شموله دولت او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو په خوندیتوب تړلي بللي.

له دې سره لېرې ښکاري چې چین له طالبانو سره مرستې او سیاسي اړیکې د بشري حقونو په مسایلو وتړي.

چینايي چارواکو تر اوسه پورې د طالبانو د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.