د کابل هوايي ډګر د تخنیکي ټیمونو د ترمیم چارې څه ډول مخته ځي؟

ارشیف، د کابل هوايي ډګر

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې د الوتنو د خوندیتوب د سټنډرډ عمومي رییس غلام جیلاني وفا وایي، نړیوالو ملکي الوتنو ته د دې هوایي ډګر د بیا چمتو کولو لپاره چټکې هلې ځلې روانې کړي او هیله من دي چې په څه باندې یوه اوونۍ کې به دغه هوایي ډګر د حد اقل ملکي الوتنو لپاره چمتو شي.

د اګسټ له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی، د کابل له هوایي ډګره د ملکي الوتنو فعالیت بند شوی.

د دې ډګر ډېر تخنیکي وسایل او تجهیزات ویجاړ شوي یا ورته ډېر زیان رسیدلی دی.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري له ښاغلي وفا سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي چې د تخنیکي ټیمونو د ترمیم چارې څه ډول مخته ځي او کله به دا هوایي ډګر ملکي الوتنو ته چمتو کېږي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه