پاکستان: نړیواله ټولنه دې افغانستان سره مرسته وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

قریشي تېره شپه پنجشنبه په اسلام اباد کې د هالنډ له بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ سره په ګډه خبري غونډه کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې هېواد کې سوله نورو هېوادونو ته د کډوالو د بهیر له نه ماتېدو سره مرسته کوي.

ده پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره رغنده اقدام وکړي.