بریتانیا وایي، داسې ژر به طالبان په رسمیت و نه پېژني 

د بریتانیا او د قطر د بهرنيو چارو وزیران

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وايي، داسې ژر به طالبان په رسمیت ونه پېژني.

هغه دا خبره نن پنجشنبه (د وږي په ۱۱مه) په دوحه کې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

راب د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.

هغه زیاته کړه چې طالبان باید د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره مسووله وګرځول شي.

د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر د دې مسالو تر څنګ له افغانستانه د پاتې بریتانویانو د خوندي ایستلو په مسالې ټېنګار وکړ او همدا راز یې هغو افغانانو ته هم تود هرکلی ووایه چې تازه بریتانیا ته رسیدلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بیا وویل چې دم ګړۍ د دوی ټول تمرکز او لومړیتوب په دې دی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر بېرته فعاله شي.

د قطر یو تخنیکي پلاوی په کابل کې دی او د هوایي ډګر د بیا فعالولو په ارزونه بوخت دی.

له کله چې امریکا له هوايي ډګره خپله وروستۍ الوتکه د اګست په دېرشمه پورته کړه ورسره په ډګر کې دننه د سیسټمونو د غیر فعاله کېدو او د ګڼو پوځي الوتکو او ګاډو د ویجاړېدو راپورونه هم خپاره شول.

د امریکا دفاع وزارت ویلي پوځي مهمات چې په کې الوتکې هم شاملې دي تخریب یا غیرپوځي کړي دي.