عکسونه؛ د افغانستان پوځي وسایط ایران کې لیدل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د پوځ د زغروال ګاډو او هاموې ټانکونو عکسونه په ایران کې خپاره شوي.

یوه ټلیګرامي کانال چې د افغانستان خبرونه خپروي پرون چهارشنبه (د وږې په ۱۱مه) یو لړ دا عکسونه نشر کړي.

په هغو عکسونو کې چې په ټوېټر خپاره شوي لیدل کېږي چې امریکايي زره هاموې له افغانستانه ایران ته لیږدول شوي.

د دغو ګاډو د شمېر او د نورو تجهیزاتو په تړاو جزییات نشته او دا چې په ایران کې به یې وروستی تمځای چېرته وي.

ایراني چارواکو او طالبانو تازه د دې خبر په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګسټ په ۱۷مه په خپل لومړني کنفرانس کې پاکستان ته د وسلو او مهماتو د لېږدو خبرونه رد او تبلیغات وبلل.