ساسولي: اروپايي ټولنې د پام وړ افغان کډوال خپلو هېوادونو کې نه دي منلي

یو شمېر کډوال

د اروپایي ټولنې پارلمان د دې ټولنې پر چلند سخت انتقاد وکړ چې د افغانستان کړکېچ ته یې سم ځواب نه دی ورکړی او د پام وړ افغان کډوال یې په خپلو هېوادونو کې نه دي منلي.

د دې ټولنې د پارلمان رییس ډیوېډ ساسولي چې خپله ایټالوی دی پرون د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو په یوه غونډه کې چې په سلوونیا کې وه، وویل: "موږ له اروپایي ټولنې بهر یو شمېرهېوادونه د افغان کډوالو د اقامت لپاره معرفي کړي او هرکلی مو کړی دی، خو د اروپایي ټولنې هېڅ هېواد مو نه دی لیدلی چې داسې څه وکړي."

ډیوېډ ساسولي دا خبرې وروسته تردې کړي دي چې د کابل له هوایي ډګره د اګسټ په ۳۰مه د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه ووتل او دا هوایي ډګر بند شو. اوس ګڼو افغانانو له افغانستانه د وتلو لپاره د سرحدونو لور ته مخه کړې ده.

د اروپایي ټولنې د پارلمان رییس ډیوېډ ساسولي

ګڼ افغانان له ۱۹۹۶تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې د طالبانو د مخکني حکومت ترخې خاطرې له ځانونو سره لري او وایي چې د طالبانو له لوري د کابل له بیا نیولو سره د دوی ژوند ته خطر متوجه دی.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د اګسټ د ۳۱مې نېټې تر غونډې وروسته دې ټولنې وویل چې له افغانستان او د افغانستان له ګاونډیو سره به مرستې زیاتې کړي، خو نه شي کولی چې د اروپایي ټولنې په ۲۷ غړیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د منلو برخه کې یو ګډ دریځ خپل کړي.

خو د اروپایي ټولنې د پارلمان رییس ډیوېډ ساسولي پرون وویل چې اوس تر بل هر وخت په نړیواله صحنه کې د اروپا یوه پياوړي او ګډ دریځ ته اړتیا شته.

ساسولي پر اروپایي ټولنې ترسختو انتقادونو وروسته په ټویټر کې ولیکل، موږ نه شو کولی چې داسې ښکاره کړو چې د افغانستان مساله له موږ سره تړاو نه لري. اروپا باید پر خپلو ارزښتونو ودریږي او په یوه خوله ځواب ورکړي.

د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو په پرونۍ غونډه کې د اروپایي شورا رییس چارلز میشل وویل: "موږ د افغانستان په څېر یوې بلې جیوپولیټیکې پېښې ته اړتیا نه لرو چې دا درک کړو چې اروپایي ټولنه د خپلې خودمختارۍ لپاره، په نړۍ کې د پرېکړو او ډېر ظرفیت لپاره لاس په کار شي. اروپایي ټولنه د خپلو خلکو د ساتنې، د ګټو او ارزښتونو د خوندیتوب همدا راز د نړیوال نظم د قوانینو د پلي کېدو د ساتنې لپاره ده، خو موږ نه شو کولی چې نړۍ کې پر سټراتیژیکې پراختیا سترګې پټې کړو."

د اروپایي شورا رییس چارلز میشل وايي د افغانستان په څېر بلې جیوپولیټیکې پېښې ته اړتیا نه لري.

څو ساعته وروسته تردې چې بهرني ځواکونه د اګسټ په اخره کې له افغانستانه ووتل د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د ده په وینا په دې تیاره شېبو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: نړۍ دې افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي

ګوتیرش په افغانستان کې د انساني او اقتصادي بحران د ژورېدو له خبرداري سره دا هم وویل چې د افغانستان نیمایي ولس د ژوندي پاتېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.