د سوداګرۍ خونه د نرخونو د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، یونس مومند

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې ناستې په پای کې پرېکړه وکړه چې د نرخونو کنټرول او تثبیت لپاره باید یوه ځانګړې کمېټه رامنځته شي.

د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن چهارشنبه (د وږي په ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه کمېټه کې به د خوراکي توکو اتحاديې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي شمولیت ولري.

نوموړي وویل، دغه کمېټه د ستونزو را کمولو او اسانتیاو رامنځته کېدو کې به رغنده رول ولري.

ښاغلي مومند له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي بڼه دغې خونې ته وسپاري، څو د سوداګرۍ او صنعت له وزارت سره په همغږۍ ورته د حل لارې چارې ولټوي.

نوموړي همدارنګه د سوداګرو او خوراکي توکو له پلورونکو څخه وغوښتل چې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت په نظر کې ونیسي او په پلور کې د بشپړ انصاف څخه کار واخلي.

له دې وړاندې خلکو شکایت کړی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره د توکو بیې دوه برابره لوړې شوي دي.