ملګري ملتونه: نړۍ دې افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغانستان له خلکو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي.

انتونیو ګوتېرېش پرون د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په ورځ په یو بیان کې وویل چې د افغانستان نژدې نیمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګوتېرېش زیاته کړه، افغانان له دې ګواښ سره لاس ګرېوان دي چې ښايي د عوامو لپاره اساسي خدمات په ټپه ودرېږي.

د سرمنشي په وینا د افغانستان اتلس میلیونه وګړي د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ دي، په هرو درېیو کسانو کې یو نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي او دا چې تر پنځو کلونو د کم عمر لرونکو ټولو ماشومانو نیمايي په را روان یو کال کې له سختې خوار ځواکۍ سره مخامخ دي.

انتونیو ګوتېرېش په افغانستان کې د بشري بحران پر ژورېدو اندېښنه څرګنده کړه او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې له افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي.