د ناټو ملکي استازی: طالبان دې واضح کړي چې د القاعده ملاتړ نه کوي

په افغانستان کې د بریتانیا پخوانی سفیر او د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې

په افغانستان کې د بریتانیا پخوانی سفیر او د ناټو ملکي استازی وایي، طالبان باید دا واضح کړي چې د القاعده شبکې ملاتړ نه کوي او دې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي.

نیکولاس کې پرون له طالبانو سره د نړیوالو د مرستو یو خنډ له القاعده سره اړیکي یاد کړل.

نوموړي وویل: "که طالبان د دغه ډول ځانګړنو په څرګندونو پیل وکړي هم به د افغانانو د ډاډ سبب شي او هم به د نړیوالې ټولڼې چې د هغو کسانو لپاره چې له دې هېواده وځي خوندي لاره برابروي، نو فکر کوم بیا به د نړیوالو د همکارۍ احتمال هم رامنځته شي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي دي چې بهرته د هغو افغانانو مخه نه نیسي چې قانوني اسناد ولري.