د اروپا د کورنیو چارو کمېشنره وایي، اروپایي ټولنه لا له دې لېرې ده چې طالبان په رسمیت وپېژني.
یلوا یوهانسون په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو ترغونډې وروسته پرون خبریالانو ته وویل: "اروپایي ټولنه د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډېر واټن لري. لومړی، خو تراوسه موږ کوم دولت لیدلی نه دی، دوهم موږ د خپلو پراختیایي مرستو د ادامې لپاره روښانه شرایط لرو، بل دا پوښتنه شته چې موږ په رښتیا نوی دولت په رسمیت پېژنو؟ زه فکر کوم چې له هغه په فاصله کې یوو او د هغو مهمو شرطونو لپاره چې موږ یې لرو هېڅ ځواب مو نه دی ترسترګو شوی."
طالبانو چې له پنجشیر پرته یې ټول افغانستان نیولی دی، د اګسټ په پنځلسمه کابل ته ننوتل، خو تردې دمه یې هلته حکومت نه دی اعلان کړی او د واک یوه سیاسي تشه رامنځته شوې ده.