نړیوال: طالبان دې ناخوندي افغانان پریږدي خو له کومې لارې به دوی بهر وځي؟

یو شمېر هغه افغانان چې افغانستان کې خوندي نه دي.

نړیوال له طالبانو غواړي چې هغه افغانان پریږدي چې فکر کوي په افغانستان کې خوندي نه دي. طالبانو هم دا خبره منلې ده، خو له کومې لارې به دا خلک وځي؟

په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته سخت زیان اوښتی دی.

د سې شنبې په شپه چې امریکایي ځواکونه له دې هوایي ډګره ووتل، یوه افغان ټیم دې ډګر ته د اوښتو زیانونو یوه سروې وکړه.

په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته په لسګونو میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې د الوتنو او خوندیتوب د سټنډرډ رییس غلام جیلاني وفا له هغو کسانو څخه و چې پرون یې دې هوایي ډګرته د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته د اوښتو زیانونو ارزونه وکړه، ده ازادي راډیو ته وویل: "که په عمومي ډول یوه سروې وکړو، البته تراوسه موږ دقیق ارقام نه دی سنجولی، خو زموږ د تخمیني اټکل له مخې له پنځه دیرش میلیونه تر پنځوس میلیونه ډالر زیانمن شوي یو، څو دا ټول تجهیزات بېرته په هغه پخواني سطحه ورغوو."

په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته په لسګونو میلیونه ډالر زیان اوښتی

د کابل په هوایي ډګر کې د پنجشنبې په ماښام ځان وژونکی برید وشو چې د نژدې یوسل او اویا افغانانو ژوند یې واخېست، همدا راز د دې چاودنې له امله ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.

دې چاودنې هوایي ډګر ته هم زیان واړاوه، د دې ترڅنګ د اګسټ له ۱۵مې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی په زرګونو افغانان دې میدان ته ورغلي دي چې تر یولک او درویشت زره ډېرافغانان او بهرنیان له دې هوایي ډګره په دې موده کې بهر ته انتقال شوي دي.

د دغو کسانو د بېروبار په ترڅ کې هم هوایي ډګر زیانمن شوی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې دا هوایي ډګر باید بند نه شي.

غلام جیلاني وفا وایي چې ښایي په څو میاشتو کې دا هوایي ډګر پخوانی حالت خپل کړي، خو بل لورته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون فرانس پرېس اژانس ته په مرکه کې ټینګار وکړ چې دا هوایي ډګر باید بند نه شي.

سټولټنبرګ زیاته کړه: "دا ضروري ده چې دا هوایي ډګر پرانیستی وي، هم د بشري مرستو لپاره چې له افغانانو سره وشي او هم دا ډاډ ترلاسه کړو چې موږ کولی شو چې له دې هوایي دګره خلک بهر کړو."

په کابل کې د حامدکرزي د هوایي ډګر د مسوولانو په وینا دې ډګرته د اوښتو زیانونو سربېره دا ممکنه ده چې په دوو- درېیو اونیو کې د ورځې پرمهال له دې ډګره الوتنې وشي، خو ترهغو چې د دې هوایي ډګر تخریب شوي وسایل جوړ شوي نه وي، دا ممکنه نه ده چې د شپې په مخه او د خرابې هوا پر مهال پر دې ډګر الوتکه کښیني یا ترې پورته شي.