صرافان: کومې پیسې چې اوس یې بانکونه ورکوي ستونزې نه شي هوارولی

د افغانستان اسلامي بانک ته ولاړ خلک

د افغانستان یوشمېر صرفان وایي، په اوونۍ کې دوه سوه ډالر یا شل زره افغانۍ چې بانکونه ورکوي د خلکو ستونزه نه شي هوارولی.

په کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان بانک ژمنه کړې چې دا پرېکړه لنډمهالې ده او ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته وګرځي.

نوموړي وویل چې د سرای شهزاده د بېرته پرانېستلو لپاره هم هڅې روانې دي.

تر دې وړاندې خلکو او سوداګرو هم شکایت کړی چې د بانکونو له خوا د اوونۍ دوه سوه ډالرو او یا شل زرو افغانیو ورکول د دوی ستونزه نه شي هوارولی او باید د اړتیا وړ پېسې ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې کابل کې له دوه اونیو راهیسې د بانکونو له تړلو وروسته، دوی د یکشنبې په ورځ د محدود پېسو په ویشلو سره خپل فعالیتونه پیل کړل.

خلک لا هم د پېسو ترلاسه کولو لپاره د بانکونو مخې ته په لویو کتارونو ولاړ دي.

په ورته مهال د افغانستان مرکزي بانک د یو لیک په خپرولو سره، له بانکونو غوښتي چې انفرادي اکوانټ لرونکو ته په اوونۍ کې له ۲۰۰ ډالرو یا شل زره افغانیو ډېرې پیسې ور نه کړي.