طالبان د ټولو امریکايي عسکرو وتل، پر افغانستان د 'یرغل' پای بولي

له افغانستانه وروستۍ امریکايي سرتیری هم وتلو دی.

طالبان وايي، افغانستان د امریکايي عسکرو د وروستي سرتېري له وتلو وروسته، په بشپړ ډول ازاد شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې نن سهار یې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې رسنیو سره خبرې کولې، افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ناکام وباله او ویې ویل، دلته یې ستره ماتې خوړلې.

هغه زیاته کړه، امریکايي ځواکونه د خپلو ټولو موخو په تر لاسه کېدو بریالي نه شول او له وتو وروسته یې افغانستان په رښتني معنی ازاد شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

ښاغلی مجاهد زیاتوي، افغانان نور له جګړې ستړي او د ځورېدو توان نه لري: "دا ملت نور د دې زغم نه لري چې وځورېږي. د اسلامي امارت او له نورو ټولو ځواکونو مې هیله دا ده چې له خپل ملت سره نرم چلند وکړي، ځکه ملت نور د ارامۍ، ساه اخیستو او ابادۍ حق لري او موږ تاسې د دې ملت خادمان یوو، نه دا چې خدای مه کړه په ملت مسلط شوي یوو."

د طالبانو دې لوړ پوړي چارواکي دا هم وویل چې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هر هېواد پر ضد وکارول شي.

له افغانستانه وروستي امریکايي سرتېري تېره شپه ووتل.

د متحده ایالاتو جمهور ريیس جو بایډن د امریکايي عسکرو وتل، په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن نظامي ماموریت پای وباله.

جو بایډن د امریکايي عسکرو وتل، په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن نظامي ماموریت پای وباله.

سپینې ماڼۍ د ښاغلي بایډن له قوله یوه اعلامیه کې لیکلي: "تېرو ۱۷ ورځو کې له ۱۲۰ زرو زیات کسان له افغانستان وویستل چې په دوی کې امریکايي وګړي او د دوی افغان همکاران شامل دي."

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې هر امریکايي او د هغوی افغان همکارانو ته چې غواړي له افغانستان ووځي، د تګ اجازه ورکړي.

په ورته وخت کې پنټاګون هم ویلي، په افغانستان کې یې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې.

د پنټاګون په اعلامیه کې چې د دفاع وزیر لوېډ اسټن له قوله خپره شوې لیکل شوي، په دې جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي عسکر ووژل شول او لسګونه زره نور ټپیان شول.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي‌ خلیل‌زاد هم د امریکايي عسکرو د ماموریت پای ته په اشارې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانان له یوه تاریخي فرصت او پرېکړې سره مخ دي، څو خپل راتلونکی وټاکي.

په دې اړه نور: خلیلزاد: امریکایي سرتېرو په لوړ سر افغانستان کې خدمت وکړ

ښاغلي خلیل‌زاد اوس وخت د طالبانو لپاره یوه ازموینه بللې او په خبره یې، دوی کولای شي چې خپل هېواد امن او خپل راتلونکی ښه لوري ته یوسي.

په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د پوځي ماموریت له پای سره سم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم له طالبانو غوښتي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

دې شورا په یوه پرېکړه‌لیک لیکلي، طالبانو ژمنه کړې هغو کسانو ته به اجازه ورکوي چې له افغانستان د تلو نیت لري.

تر خوا یې یو ټول‌ګډونه او ټولو د منلو وړ حکومت به جوړوي چې ښځې به هم په کې ونډه ولري او بې له کوم قید و شرطه به نړیوالو موسسو ته په افغانستان کې د بشري فعالیتونو اجازه ورکوي.