ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن خپل ولس ته پردې وینا وکړي چې ولې یې افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور د اګسټ له ۳۱مې وروسته ونه غځاوه.
د اګسټ ۳۱مه چې نن ده، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت ټاکل شوی و.
بایډن تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، د ټولو پوځي قوماندانانو له سپارښتنو او پخوانۍ برنامې سره سم یې له افغانستانه د خلکو د ایستلو چاره هم و دروله.
د جوبایډن په وینا، د امریکایي قوماندانانو نظر همدا و چې افغانستان کې د پوځي ماموریت پای ته رسول تر ټولو ښه غوراوی دی، دا کار د دوی د سرتیرو د ساتنې او هغو کسانو امنیت ته ګټور دی چې غواړي راتلونکو اونیو او میاشتو کې له افغانستانه ووځي.