امریکا خپل ډپلوماټيک ماموریت له کابله دوحې ته ولېږداوه

انتوني بلېنکن

د امریکا متحده ایالاتونو له کابله خپل دپلوماتیک ماموریت د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږداوه، چېرته چې طالبان هم سیاسي دفتر لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره شپه وویل، د دوی ټول ډيپلوماتان له کابله وتلي او افغانستان کې یې سیاسي ماموریت ځنډولی دی.



بلېنکن دا اعلان څو ساعته وروسته تر دې وکړ چې امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموریت په رسمي ډول پای ته ورساوه.



بلېنکن ویلي، له افغانستان سره یې د اړیکو نوی فصل پيل کړی دی، خو ده ټینګار وکړ چې طالبان باید نړیوال مشروعیت خپل کړي.