امریکا په افغانستان کې خپل نږدې شل کلن حضور چې د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه یادیږي پای ته ورساوه.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ فرانک مککنزي د اګسټ په دېرشمه مازېګر مهال د دې ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې ګڼو نورو چارواکو هم د امریکايي ځواکونو د وروستۍ الوتکې د وتلو اعلان وکړ او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره کړل.
مجاهد په خپل ټوېټر ولیکل چې د شپې په دولسو بجو وروستي امریکایي عسکر د کابل له هوايي ډګر ووتل.
#عاجل:نن شپه د افغانستان په وخت د شپې ۱۲ بجې وروستي امریکایي عسکر د کابل له هوایي ډګر څخه ووتل او زموږ هیواد په بشپړه توګه خپلواکي تر لاسه کړه، الحمدلله والمنة
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 30, 2021
امریکا او ایتلاف له ۱۲۳۰۰۰ زیات کسان په شااوخوا دوو اونیو کې له افغانستانه وایستل.