'یو.اېن.اېچ.سي.ار': افغانستان کې لوی بشري ناورین تازه په پیلیدو دی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګراندي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګراندي ویلي، "په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین تازه په پیلیدو دی."

د ګراندي په حواله دا خبره پرون د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' په یوه اعلامیه کې یاده شوې ده.

ښاغلي ګراندي که څه هم د خلکو د ایستلو ماموریت او د هېوادونو منډې ترړې ستایلي خو ویلي یې دي چې د خلکو د را ایستلو تر ماموریت وروسته به د ۳۹ میلیونو افغانانو لویه برخه په هېواد کې دننه پاتې وي او سختو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' مشر زیاته کړې په یوه داسې کړکېچن حالت کې چې میلیونونه خلک وچکالیو هم ځپلي په هېواد کې دننه د بشري مرستو تمویل تر ډېره بریده له ستونزه سره مخ دی.

هغه غږ کړی چې له افغانانو باید مخ ونه ګرځول شي او دولتونه، خیریه موسسې، بشرپالې ټولنې، عام خلک باید له افغانانو سره پاتې شي او مرستې ورسره وکړي.

د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' د راپورونو له مخې د سږ کال له پیله څه باندې پنځه لکه افغانان د جګړو د زیاتېدو په سبب بې ځایه شوي.

لسګونه زره کسان که څه هم په وروستیو اوونیو کې ووتل، خو 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' وايي، د هغو خلکو لویه برخه په هېواد کې پاتې ده چې د وتلو امکانات نه لري او په کار ده چې ګاونډي هېوادونه لار ورکړي.