طالب مسوولین: د بلخ له هوايي ډګره منظم پروازونه پیل شوي

ارشیف، د بلخ هوايي ډګر

په بلخ کې د طالبانو د ډلې مسوولان وايي چې له مولانا جلال الدین هوايي ډګره په منظم ډول پروازونه پیل شوي دي.

شمال ختيځ زون ته د طالبانو فرهنګي مسوول او د یادې ډلې ویاند ذبیح الله نوراني ازادي راډیو ته وویل چې دا هوايي ډګر د ټولو اسناد لرونکو مسافرانو پر مخ خلاص شوی.

نوراني وویل چې کام اير داخلي هوايي شرکت او نور نړېوال هوايي شرکتونه کولی شي په بلخ کې له مولانا جلال الدین هوايي ډګره د هېواد دننه او بهر مسافر ولېږدوي.

د دوشنبې په ورځ د بلخ هوايي ډګر له کابو پنځلسو ورځو وروسته پرانیستل شو او د پاکستان درې سوداګريزو الوتکو دغه میدان ته خوارکي توکي انتقال کړل.