پر کابل نړیوال هوايي ډګر د نننیو راکټي حملو مسؤلیت داعش واخیست

کابل کې هغه موټر چې ورڅخه پر کابل هوايي ډګر توغندي وتوغول شول

د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د نننیو راکټي حملو مسؤلیت داعش ډلې ومانه.

دې ډلې پر خپله ټلګرام پاڼه، ناشر نیوز لیکلي چې "د خلافت سرتېرو د کابل پر نړیوال هوايي ډګر شپږ کاتیوشا ډوله توغندي وویشتل".’

امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا د پوځ د توغندیو ضد مدافعې سیستم نن سهار پنځه توغندي چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پر لور توغول شوي وو، شنډ کړل.