ازبکستان هغو افغانانو ته چې جرمني یې لېست ورکړی د ننوتلو اجازه ورکوي

ازبکستان کې د جرمني ځواکونو له لوري یو شمېر ایستل شوي افغانان

ازبکستان وايي، هغو افغانانو ته به دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړي چې د جرمني له‌خوا یې لېست برابر شوی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي ازبکستان منلې ده چې هغو خلکو ته به ازبکستان ته د ننوتو اجازه ورکوي چې له افغانستانه وځي.

ښاغلي ماس دا څرګندونې نن په تاشکند کې یوې خبري غونډې ته کولې: "ازبکستان ویلي چې چمتو دی د دې خلکو په ایستلو کې مرسته وکړي. موږ ته د دې ډلې خلکو مسئله خورا مهمه ده او ازبکستان په دې برخه کې ډېر ښه مرستندوی دی."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن خبریالانو ته وویل، ازبکستان منلې ده چې د هغو افغانانو سفر ته به اجازه ورکړي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې ژوند ته خطر دی او جرمني یې لېست ازبکستان ته ورکوي.

ښاغلی ماس اوس‌مهال ترکیې، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او قطر ته د سفر په حال کې دی او هڅه کوي دې افغانانو ته یا د نړیوالو ځواکونو د وتلو د مهلت تر پوره کېدو وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه په الوتکو کې او یا د ځمکې له لارې د وتلو پر امکاناتو له چارواکو سره خبرې وکړي.

جرمني، د خپلو وګړو، د بشري حقونو د فعالانو او ژورنالېستانو په ګډون د هغو لسګونه زره کسانو لېست برابر کړی چې غواړي له افغانستانه ووځي.