په کابل هوایي ډګر نن څو توغندي وویشتل شول

ارشیف، د کابل ډګر نږدې حمله

سپینې ماڼۍ تأیید کړه چې په کابل هوایي ډګر نن څو توغندي ویشتل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکې په یوه بیان کې وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په دې اړه خبر ورکړل شوی او ورته ویل شوي چې د دغه برید سره د کابل له هوایي ډګره د تخلیې عملیات نه‌دي ګډوډ شوي او هغه عادي روان دي.

په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې بایډن پر خپل امر ټینګار کړی چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې دې د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب لپاره هڅې دوه برابره شي.

د راپورونو له مخې نن څو توغندي په کابل هوایي ډګر چې امریکایي ځواکونو له افغانستانه وتلو ته تیاری نیسي، ویشتل شوي دي.

یوه امریکایي چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د هوایي ډګر پر لور تر پنځو پورې توغندي ویشتل شوي، خو د هوایي مدافعې سیستم‌یې مخه نیولې ده. دا نه‌ده څرګنده چې ایا ټول توغندي شنډ کړای شوي، که څنګه؟

یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د توغندیو ټوټې پر سړکونو رالوېدلي.

تر اوسه د دغو توغندیو له امله د احتمالي تلفاتو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي. تر دې مخکې په کابل هوايي ډګر کې د تېرې پنجشنبې د ورځې په انتحاري حمله کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، ۱۳ امریکایي سرتېري او لږترلږه ۱۷۰ افغانان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي و.

له دغه برید دوه ورځې وروسته امریکایي بې‌پیلوټه الوتکې په ننګرهار کې په یوه برید کې د داعش دوه غړي ووژل او په کابل کې یې پرون په یوه برید کې د داعش پر چاودېدونکو موادو بار یو موټر له‌منځه یوړ.

له طالبانو سره د امریکا د شوي تړون له مخې به ټول امریکایي ځواکونه سبا سې شنبه له افغانستانه ووځي.