امریکا په کابل کې د داعش ضد خپل وروستي برید کې ملکي تلفاتو په اړه څېړنه کوي

په کابل کې د امریکا وروستی برید

د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وایي په کابل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه هدف د امریکا په هوایي برید کې ملکیانو ته تلفات رسېدلي دي.

د دې قوماندانۍ ویاند بیل اوربان وویل، له دغه برید وروسته‌یې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه ترلاسه کړي او هغه څېړي.

د اوربان په وینا په دغه برید سره په کابل هوایي ډګر د داعش د بلې حملې مخه ونیول شوه.

دغې قوماندانۍ ویلي چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش پر چاودېدونکو موادو بار یو موټر له‌منځه وړل شوی دی.

امریکایي سی‌اېن‌اېن ټلوېزیون ویلي چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.

اسوشیټډ پرس د یوه افغان چارواکي له قوله چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی ویلي چې په دې حمله کې ۳ ماشومان وژل شوي دي.