د کابل امنیه قوماندانۍ: د ۱۵مې ناحیې اړوند سیمه کې توغندۍ لګېدلی

ارشیف

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند يوه سیمه کې توغندۍ لګېدلی دی.

د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې په اړوند سیمه کې نن مازیګر څه کم پنځه بجې توغندۍ لګېدلی دی.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

دغه چارواکي زياته کړه، دغه توغندۍ له نامعلوم لوري څخه د کابل هوايي ډګر پر سړک پر يوه کور لګېدلی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو تېره شپه د ۳۶ ساعتونو په دننه کې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د یوې چاودنې په اړه خبرداری ورکړی و.

پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا دوهم برید دی چې په کابل ښار کې ترسره کېږي، تر دې څلور ورځې مخکې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.