امریکا لا هم له کابله د خلکو د ایستلو په لټه کې ده

یو امریکايي سرتیری

د امریکا متحده ایالاتونه د اګسټ د یودېرشمې په رانږدې کېدو لاهم د خلکو د ایستلو په لټه کې ده.

که څه هم د عملیاتو د ورو کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی و چې قوماندانانو یې ورته ویلي چې د ترهګریز برید خطر ډېر موجود دی.

په دې چې د اګسټ ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وروستۍ نېټه په رانږدې کېدو ده، پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت وايي، له څلورو زرو کم سرتیري په هوايي ډګر کې پاتې دي.

د کابل په هوايي ډګر کې یوه لویدیځ چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د یکشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې له زرو څخه ډېر ملکي خلک په هوایي ډګر کې له افغانستانه د وتلو په انتظار کې دي.

هغه وویل، هڅه کېږي چې شته کسان نن وایستل شي.

د امریکا ګڼو متحدینو د خپلو افغان ملګرو او اتباعو د لېږد الوتنې پای ته رسولي، مګر متحده ایالات لاهم اراده لري چې تر وروستي ساعتونو پورې د لېږد ماموریت ته دوام ورکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هاریس پرون په خپل ټوېټر لیکلي، په تیرو دوو اونیو کې له کله چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړ، شااوخوا ۱۱۷زره کسان له افغانستانه ایستل شوي دي.