امریکا: د کابل هوایي ډګر شااوخوا د یو بل برید خطر شته

امریکایې پوځي الوتکه

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له امریکایانو غوښتي چې د کره او معتبره ګواښونو په خاطر دې له هوايي ډګر لېرې شي.

د دغه وزارت قونسلي برخې دا اعلان د ولسمشر جو بایډن تر بیان څو ساعته وروسته خپور کړ.

ولسمشر بایډن پرون شنبه (د وږي په ۶مه) په یوه بیان کې ویلي چې قوماندانانو ورته ویلي چې په کابل کې راتلونکی ۲۴ تر ۳۶ ساعته د یوه برید خطر ډېر زیات موجود دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل نننۍ خبرپاڼه کې په کابل کې له پاتې امریکايي اتباعو غوښتي چې سمدستي دې د کابل د هوايي ډګر له ټولو سیمو له هغې ډلې جَنوبي دروازه، د کورنیو چارو وزارت له خوا ورغلې لار او شمال ختېځ لار یا د پنجشیر تیلو سټېشن ته نږدې دروازې څخه لېرې شي.

تر دې مخکې هم امریکایي چارواکو ګواښ کړی وو چې د کابل هوايي ډګر د نورو بریدونو له ګواښ سره مخ دی.

د پنجشنبې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته نږدې په ځانمرګي کې د نړیوالو اژانسونو له هغې ډلې اسوشیټېډ پرېس او ډي پي اې راپورونو له مخې د مړو شمېر ۱۸۲ او د ټپیانو له ۲۰۰ کسانو اوښتی دی.

په وژل شوېو کې د امریکا د خاصو ځواکونو ۱۳ غړي هم شامل دي.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې ومانه.