بریتانیا: هغه افغانان نه هیروو چې وې نه شو کړای ځانونه له هېواده وباسي

یو شمېر افغانان غواړي چې خپل هېواد پریږدي

بریتانوي چارواکي وایي، هغه افغانان به چې له بریتانوي ځواکونو او د دې هېواد له نورو ادارو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې او له دې هېواده د ایستلو له بهیره چې پرون شنبې پای ته ورسېد، پاتې شوي، له ټولو امکاناتو کار واخلي چې هغوی هم له افغانستانه وباسي.

د بریتانیا له خوا له افغانستانه د ملکیانو د ایستلو وروستۍ الوتکه پرون شنبې له کابل هوایي ډګره پورته شوه او په دې توګه د خلکو د ایستلو لپاره د دې هېواد پوځي عملیات پای ته ورسېدل.

بریتانیا تېرو دوو اونیو کې چې طالبانو کابل ونیو، شااوخوا ۱۵ زره افغانان او د بریتانیا اتباع له افغانستانه وایستل.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویاند وویل چې ځواکونه به یې په پاتې څو الوتنو کې د پوځیانو ترڅنګ یوه کوچنۍ ډله افغانان هم وباسي.

تر راتلونکې سې شنبې چې د اګسټ ۳۱مه ده ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه ووځي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر لوري بریسټو په یوه بیان کې وویل، اوس یې وخت دی چې دغه عملیات پای ته ورسوو، خو هغه کسان به هېر نه کړو چې تر شا پاتې دي او غواړي له افغانستانه ووځي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر لوري بریسټو

هغه زیاته کړه، بریتانیا به د دغو کسانو د ایستلو لپاره هر هغه څه سرته ورسوي چې په وس کې یې وي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن هم تېره ورځ په لندن کې خبریالانو ته ورته هوډ څرګند کړ او ویې ویل چې له افغانستانه به د هغو کسانو چې تر شا پاتې دي، د ایستلو لپاره ټول امکانات په کار واچوي.

په دې اړه نور: بریتانیا له جرمني سره افغانستان کې پر نوي جوړیدونکي حکومت غږیدلی

نوموړي په دې برخه کې د طالبانو همکاري د طالبانو د راتلونکی حکومت د په رسمیت پېژندلو یو جز وباله.

جانسن چې پرون شنبې یې د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې، وویل، د طالبانو په رسمیت پېژندل یا ورسره کار کول باید په دې پورې تړلې وي چې ایا طالبان هغو کسانو ته چې غواړي له افغانستانه ووځي د خوندي وتلو زمینه برابروي او هم د بشري حقونو درناوی کوي او که نه؟

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د نړیوالو ځواکونو د پوځي ماموریت ترپای ته رسېدو وروسته به دوی د هېڅ یوه افغان چې قانوني اسناد ولري، له هېواده د وتلو مخه ونه نیسي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د هېڅ یوه افغان چې قانوني اسناد ولري، له هېواده د وتلو مخه ونه نیسي.

مجاهد زیاته کړه: "کوم افغانان چې وځي، هغه به بیا په قانوني اسنادو وروسته په خپله وتلی شي."

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن د جرمني له صدراعظم انګېلا مېرکل سره په خبرو کې دغه راز موافقه وکړه چې د نړۍ اوو شتمنو یا سترو اقتصادي هېوادونو ته چې د جي اووه په نوم یادیږي، په کار ده چې راتلونکې کې د طالبانو له حکومت سره یو ګډ دریځ غوره کړي.

هغه حکومت چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو دوه اوونۍ وروسته یې تر اوسه څرک نه لګېږي.