بریتانیا: د داعش پرضد له طالبانو سره همکاري کوو

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال نېک کارټر

د بریتانیا یو جګپوړی پوځي چارواکی وایي، بریتانیا او متحدین به یې په راتلونکي کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ګواښونو په له منځه وړلو کې له طالبانو سره همکاري وکړي که طالبان له خپل لوري داسې چلند وکړي لکه یو نور مال یا عادي حکومت یې چې کوي.

دا خبره د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال نېک کارټر تېره ورځ له سکای نیوز سره په خبرو کې وکړه او ویې ویل: "که طالبان وکولی شي داسې لاره خپله کړي لکه عادي حکومتونه یې چې د تروریستي ګواښونو پر وړاندې خپلوي، نو به موږ دا ومومو چې کولای شو، سره ګډه کار وکړو. خو باید منتظر شو چې طالبان څه کوي؟"

د کارټر په وینا په اوس وخت کې به ورته ګرانه وي چې له طالبانو سره کار وکړي ځکه د راپورونو له مخې په هغه بڼه چې دا ډله له خپلو دښمنانو سره چلند کوي، د همکارۍ مساله سختوي.

داعش ډله چې له طالبانو سره تربګني پالي، په کابل هوایي ډګر کې یې د پنجشنبې د ورځې د انتحاري برید مسولیت اخیستی.

هغه برید چې دیارلس امریکایي سرتیري او لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان په کې ووژل شول او لږ تر لږه یو نیم سل نور ټپیان شول.