لاس انجلس ټایمز: افغانستان خپل غوره وګړي له لاسه ورکوي

له کابله یو شمېر تلونکي افغانان

  • لاس انجلس ټایمز

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې یوه لېکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی "افغانستان خپل غوره وګړي له لاسه ورکوي."

ورځپاڼې د درې کسانو ژوند ته اشاره کړې چې یو یې یوه بهرنۍ رسنۍ کې ژورنالیست دی، دوهم په یو نادولتي پراختیايي سازمان کې کار کاوه او دریېم یو هنرمند دی چې کابل کې یې ګڼ مینه وال درلودل.

څو ورځې مخکې پورې له دې درې کسانو یو هم نه غوښتل له افغانستانه ووځي، خو اوس درې واړه غواړي افغانستان پږېږدي.

ورځپاڼه وايي، له افغانستانه د استعدادوونو تېښته، هغه هم په دې هېواد کې له شل کاله هڅو او زیاتو لګښتونو وروسته د زغم وړ نه ده او دا وضعیت اصلاً د افغانستان راتلونکې ته تر ټولو لوی ګوزار دی.

د افغانستان په مالیې وزارت کې د اوبو او انرژۍ د برخې سلاکار الیاس وردګ دې ورځپاڼې ته ویلي، له افغانستانه د استعدادونو د تېښتې اغیز به پراخ وي.

ورځپاڼه همدارنګه د طالبانو له قوله وايي چې دا خلک د لویدیځ له خوا تیر ایستل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی نه غواړي چې د افغانستان ځوان استعدادونه له هېواده ووځي او په پردیو هېوادونو کې سرګردانه شي.

د مجاهد په وینا د افغانستان ټولو خلکو ته به د دې هېواد د راتلونکې په جوړولو کې د ونډې اخیستو چانس ورکړل شي.

لاس انجلس ټایمز د یو افغان ژورنالیست له قوله وايي، په دې خلکو میلونونه ډالر لګښت راغلی او لویه پانګونه پرې شوې چې له هېواده وتل یې افغانستان ته لوی زیان دی.

د دې خبریال په وینا طالبان پوهیږي چې څنګه وجنګیږي، خو دوی له افغانستانه د تښتیدلې کدرونو تشه نه شي ډکولی او ډکول یې اسانه کار هم نه دی.

  • نیوز ویک مجله

د نیوز ویک مجلې په خپلې وروستۍ ګڼې د امریکايي سناتور ټېډ کروز څرګندونې نقل کړي چې وايي، په افغانستان کې د امریکا د ماموریت تر پایته رسېدو مخکې د بګرام له هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه یوه ویجاړونکې پرېکړه وه.

دې امریکايي سناټور پر خپل ټویټر دا څرګندونې په کابل هوايي ډګر کې د وروستۍ چاودنې په تړاو کړي چې د چارواکو په وینا ۱۷۰ افغانان او ۱۳امریکايي سرتیري په کې وژل شوي دي.

د کابل شمال کې په څلوېښت کیلومترۍ کې پرته بګرام پوځي اډه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه وه، خو د جولای د میاشتې په لومړیو کې امریکايي ځواکونه په نیمه شپه له دې پوځي اډې څخه ووتل.

دوی ان یو افغان قوماندان ته چې باید د بګرام هوايي ډګر مسولیت یې پر غاړه اخیستی وی هم خبر ورنه کړ.