څېړنه: د کرونا د ډېلټا بڼې ناروغان د الفا بڼې پرتله لوړ شوي

په کرونا یو اخته ناروغ

یوه نوې څېړنه ښيي چې په روغتونونو کې د کورونا د نوې ډېلټا بڼې د ناروغانو د بستر کولو خطر د هغه د پخوانۍ الفا بڼې پرتله دوه ځلې لوړ دی.

دا څېړنه چې پرون د لانسټ په نوم د ساري ناروغیو په ژورنال کې خپره شوه، په انګلستان کې د مارچ او مې میاشتو ترمنځ، تر ډېره د کووېډ- ۱۹ د څه باندې ۴۳ زره بې واکسینه ناروغانو د پېښو پر اساس برابره شوې ده.

په څېړنه کې په سلو کې ۷۴ بې واکسینه، په سلو کې ۲۴ قسماً واکسین شوي او په سلو کې یوازې ۱،۸ پوره واکسین شوي کسان شامل وو.

د څېړنې یوه لیکواله د کامبریج پوهنتون څېړونکې ان پریسانیس Anne Presanis وايي، دوی ته معلومه شوې ده چې د واکسین د نه کولو په صورت کې د کرونا د الفا بڼې پرتله د ډېلټا بڼې سرایت پر روغتیا پالانو بوج زیاتولای شي.