عزیزي بانک: د مرکزي بانک تر  پرانیستو خپل فعالیت ځنډوو

د عزیزي بانک مرکزي دفتر

عزيزي بانک په يوه تازه اعلاميه کې ويلي تر کومه چې مرکزي بانک خپل فعاليت پيل نه کړي، دوی هم خلکو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه بانک هره ګړۍ د خپل فعاليت لپاره چمتوالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه (د وږي ۶مه) د کابل ښار ځينو سيمو کې خلکو د عزیزي بانک د نه فعالیت په تړاو د یاد بانک د ښاري څانګو مخې ته لاريونونه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ویلي و چې نن او سبا به ټول دولتي او خصوصي بانکونه پرانیستل شي.